
کابل ټیلیګراف د وږي ۱۱مه ۱۴۰۴ لمریز کال
د شانګهای همکارۍ سازمان غړو د «تیانجین غونډې» د پای نیټې اعلامیه کې پر یوه خپلواک، بېپرې او له ترهګرۍ پاک افغانستان باندې ټینګار کړی دی.
په اعلامیه کې همدارنګه د یوه ټولګډونه دولت جوړولو او په افغانستان کې د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې یادونه شوې ده.
له بلې خوا، د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف په دې غونډه کې ویلي چې یو سولهییز او باثباته افغانستان د سیمې لپاره حیاتي دی.
ښاغلي شریف په خپله وینا کې زیاته کړې چې اسلاماباد د افغانستان له مشرتابه سره په اړیکه کې دی او هیلهمند دی چې دا همکاري، د چین په همغږۍ، مثبتې پایلې ولري.
د شانګهاۍ سازمان غونډه چې د چین په کوربتوب پرون پای ته ورسیده، افغانستان یې د څارونکي غړي به توګه په تېرو دوو کالونو کې له غړیتوب محروم دی.