افغانستانخبرونه

هند د افغان زده کونکو لپاره بورسیه ورکوي

کابل ټیلیګراف د وږي ۱۱مه ۱۴۰۴ لمریز کال

هند د افغان زده کونکو لپاره په خپلو پوهنتونونو کې د نوي بورسیې د تخصیص اعلان کړی دی.

د هند د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی، دا هېواد پلان لري، چې زر افغان زده کوونکي به په خپلو پوهنتونونو کې ومني.

هند وروسته له هغه چې طالبانو په افغانستان کې واک ترلاسه کړ، د یوې مودې لپاره خپل سفارت تړلی و، خو په کابل کې د سیاسي ثبات له رامنځته کېدو وروسته یې خپل استازولي بیا پرانیسته او ویلي یې دي چې د طالبانو سره د اړیکو د پراخولو په لټه کې دي.

د هند د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې دا بورسیه د لیسانس او ماسټرۍ په کچه په پام کې نیول شوې ده.

دا بورسیه د آنلاین تدریس په بڼه په پام کې نیول شوې او د نوم لیکنې پروسه یې له پرون ورځې پیل او د پنځو ورځو لپاره به دوام وکړي.