افغانستانخبرونه

افغانستان کې د هند نفوذو مخنیوی د پاکستان یو خیال ثابت شو

کابل ټیلیګراف د وږي ۱۲مه ۱۴۰۴ لمریز کال

د پاکستان اېکسپرېس ټرېبیون ورځپانې د یوه پاکستاني چارواکي له قوله ویلي، چې د طالبانو څخه په افغانستان کې د هند نفوذو مخه نیول د دوی لپاره هسې یو خیال ثابت شو.

دغه ورځپانې زیاته کړې، سره له دې چې په افغانستان کې د هند نفوذ کم نه شول، هم مهاله ورسره د افغان طالبانو په ملاتړ د پاکستاني طالبانو تحریک ټي ټي پي هم پیاوړی او پرمختللو وسلو ته یې لاسرسی پیدا کړ.

دغه ورځپانې لیکلي: طالبانو نه یوازې په پاکستان کې ورانکاره ډلو ته پناه ورکړې؛ بلکې اوس ورته مالي او وسله‌والې مرستې هم برابروي.

د تحلیل له‌مخې؛ د طالبانو تر کنټرول لاندې کابل د پوځي تجهیزاتو او روزنې د ترلاسه کولو لپاره نوي ډیلي ته مخه کړې ده.

اېکسپرېس ټرېبیون لیکلي، چې چین هڅه کوي د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ منځګړیتوب وکړي؛ خو دغه هڅو کوم څرګند بدلون نه‌دی رامنځته کړی.

همداراز وايي، امریکا تر ډېره د داعش ګواښ پر وړاندې بوخته ده او د افغانستان د نورو فعالو ډلو خلاف بې‌پروا شوې ده.