
کابل ټیلیګراف د وږي ۱۲مه ۱۴۰۴ لمریز کال
د هېواد په ختیځو ولایتونو کې له زلزلهځپلو سره د بهرنیو مرستو په دوام، ایران ۸۰ ټنه خوراکي توکي کونړ ولایت ته رسولي دي.
دا مرسته پرون په کابل کې د ایران سرپرست سفیر، عليرضا بیکدلي کونړ ته د خپل سفر پر مهال له ځان سره وړې ده.
په دې مرسته کې ۱۵۰۰ بوجۍ اوړه او ۱۰۰۰ قوطي غوړي شامل دي چې زلزلهځپلو کورنیو ته به ووېشل شي.
د ویلو ده چې تېر ماښام د هند لومړۍ جوپه مرسته د هوا له لارې کابل ته را ورسول شوه چې بېلابېل خوراکي او غیرخوراکي توکي پکې شامل دي.
هاخوا اروپایي ټولنې د ختیځو ولایتونو له زلزلهځپلو سره د یو میلیون یورو مرسته اعلان کړې چې د روانې اوونۍ تر پایه به کابل ته ورسول شي.
دوې ورځې وړاندې د هېواد ختیځ ولایتونه یوې خونړۍ زلزلې ولړزول چې له امله یې نږدې دوه زره کسان مړه او له درې زرو ډېر نور ټپیان شول.
د مرګ ژوبلې ارقام لا هم وروستي نه دي او د ژغورنې او پلټنې هڅې روانې دي.