افغانستانخبرونه

چین د افغانستان د زلزلې د قربانیانو لپاره د مرستې اعلان وکړ

کابل ټیلیګراف د وږي ۱۲مه ۱۴۰۴ لمریز کال

چین د افغانستان د زلزلې د قربانیانو لپاره د مرستې اعلان کړی دی. 

د یاد هېواد رسمي خبري اژانس په وینا، په افغانستان کې د چین سفارت ویلي، چین د زلزلې له امله اغېزمنو وګړو لپاره مرستې لېږلې دي.

دوی زیاته کړې، دا مرستې د زلزلې د قربانیانو د بیړنیو اړتیاوو د پوره کولو لپاره لېږل شوې دي. 

د چین سفارت په وینا، د زلزلې له امله په کونړ او ننګرهار ولایتونو کې اغېزمنو سیمو کې مرستندویه عملیات او د ویجاړیو لاندې بندو کسانو د لټون لړۍ روانه ده. 

بل اړخ ته، د روغتیا نړیوال سازمان د زلزلې له امله د مړینو په شمېر کې د زیاتوالي وېره ښودلې ده. 

د یادونې وړده، چې د یکشنبې په شپه په کونړ او ننګرهار کې سخت زلزلې له امله له ۱۴۰۰ زیات کسان مړه او له ۳ زره زیات ټپیان شوي دي.