
کابل ټیلیګراف د وږي ۱۲مه ۱۴۰۴ لمریز کال
د انګلستان پخواني کپتان ایلیسټر کک ویلي، باید د نوي بال اخیستلو اجازه هر وخت وي، د بالرانو اړخ باید د ۱۶۰ اوورونو ترمنځ وي او که وغواړي نو د ۳۰ اوورونو وروسته نوی بال واخلي.
نوموړي زیاته کړې، د نوي بال له امله د ۲۰ وکټو اخیستلو چانس زیاتېدلی شي.
بل اړخ ته، مایکل وان د بدیل لوبغاړي قانون د بدلون پر اړتیا ټینګار کړی او ویلي یې دي چې د لوبغاړي بدلولو قانون باید یوازې د مغزي ټکان (concussion) پورې محدود نه وي.
هغه وویل: «دا ممکنه نه ده چې تاسو د ټپ له امله په میدان کې نه یاست او کله چې توپ وهنه وي، تاسو په کریز کې یاست.»
مایکل وان وویل، په دې اړه په وروستي لړۍ کې د هند ریشبھ پنټ بېلګه وړاندې کېدلی شي. که تاسو د مغزي ټکان لپاره ورته بدیل اخیستلی شئ، نو ولې د نورو ټپونو لپاره نه؟
هغه زیاته کړه: «په نورو لوبو کې دا ډول بدیل شته، نو ولې په کرکټ کې نه؟ د لوبغاړو د ټپونو په اړه د یوه خپلواک ډاکټر شتون اړین دی.»