افغانستانخبرونه

ښځینه ډاکټرانې هم د کونړ زلزله ځپلو سیمو ته لېږل شوي  

کابل ټیلیګراف د وږي ۱۲مه ۱۴۰۴ لمریز کال

د افغاني سرې میاشتې ټولنې ویاند وایي، چې د ښځو روغتیايي ټیمونه هم د کونړ زلزله ځپلو سیمو ته لېږل شوي دي. 

د افغاني سرې میاشتې ټولنې ویاند عبدالقدیم ابرار ویلي، د نارینه او ښځینه کارکوونکو په ګډون سیار روغتیايي ټیمونه د کونړ زلزله ځپلو سیمو ته استول شوي دي. 

تر دې وړاندې داسې را پورونه وو، چې په کونړ کې د زلزلې له امله زیات قربانیان میرمنې دي او د ښخینه روغتیا پالو د نشتون له امله له سختو ستونزو سره مخ دي.

د یادونې وړده، چې د دې زلزلې له امله د پرونیو ارقامو له مخې؛ ۱۴۵۰ تنه مړه او ۳۱۰۰ تنه ټپیان شوي دي.