
کابل ټیلیګراف د وږي ۱۳مه ۱۴۰۴ لمریز کال
د پرتګال په پلازمېنه کې خونړۍ پېښه هغه وخت رامنځته شوه، چې د ګلوریا کیبل موټر له پټلۍ څخه ووت، ۱۵ کسان یې مړه او ۱۷ نور یې ټپیان کړل.
چارواکي وایي، د ځینو مړو شویو کسانو هویت بهرني اتباع ښودل شوی، خو د حکومت لخوا یې دقیق جزییات لا تر اوسه نه دي خپاره شوي.
د ګلوریا اورګاډی په لیسبون کې یو له خورا مشهورو سیاحتي ترانسپورتي لارو څخه دی، او هره ورځ سلګونه سیلانیان ترې کار اخلي او له کلونو راهیسې د پلازمینې په غرنیو لارو او غونډیو کې کورني او بهرني سېلانیان لیږدوي.
د ترانسپورت دا وسیله د ښار د کلتوري هویت برخه ګڼل کیږي او په دوامداره توګه د پرتګال په پوسټ کارډونو او سیاحتي عکسونو کې لیدل کیږي.
د پرتګال حکومت نن پنجشنبې ورځ د ملي ماتم ورځ اعلان کړه او ژمنه یې وکړه چې د پیښې د لامل د څېړنې لپاره به یو ځانګړی کمیسیون جوړ کړي.