خبرونهنړۍ

پُرتګال: د کیبل کار د شلېدو پېښه کې ۳۵ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

کابل ټیلیګراف د وږي ۱۳مه ۱۴۰۴ لمریز کال

د پُرتګال هېواد پلازمینه لېزبن کې د کیبل کار د شلېدو پېښه کې ۱۵ تنه مړه او شل تنه نور ټپیان شوي، چې د ۵ کسانو حالات هم نازک ښودل شوي دي.

د یاد هېواد چارواکو د دغه پېښې پخلی کړی، خو د قربانیانو هویت یې ندی ښودلی، خو تائید کړې یې ده، چې په کې بهرني اتباع هم شامل دي.

د بریتانویو رسنیو په حواله، د پېښې لامل معلوم نه دی او په اړه یې څېړنې جریان لري.

کیبل کار (Cable Car) یو ډول ترانسپورتي وسیله ده چې د کیبلونو (تارونو) په مرسته حرکت کوي او معمولا د مسافرو د لېږد لپاره کارول کېږي.

دا سیستم په هغو سیمو کې زیات استعمالېږي چیرې چې سړکونه یا نورې لارې شتون نه لري.