خبرونهنړۍ

نایجریا: د کښتۍ د ډوبېدو په پېښه کې ۶۰ کسان وژل شوي

کابل ټیلیګراف د وږي ۱۳مه ۱۴۰۴ لمریز کال

د بریتانویو خبري اژانس په حواله، دا کښتۍ د نایجر ایالت د ملالې ولسوالۍ د تنګان سولې کلي څخه دوګا ته روانه وه چې د شمالي مرکزي سیمې په نږدې سیند کې د ونې له یوه ډډ سره یې ټکر وکړ او چپه شوه.

سیمه‌ییزو چارواکو په وینا، په کښتۍ کې له ۱۰۰ تنو زیات مسافر سپاره وو. 

د سیمه‌ییزو چارواکو په وینا، په پېښه کې د وژل شویو شمېر لږ تر لږه ۶۰ تنو ته رسېدلی، ځینې کسان ژوندي ژغورل شوي، خو ګڼ نور لادرکه دي او د هغوی د موندنې لپاره عملیات جریان لري.

د یادونې وړده، چې په نایجریا کې د بارانونو موسم پر مهال د کښتیو پېښې عامې دي. 

د افریقا تر ټولو زیات نفوس لرونکي دې هېواد کې دا پېښې اکثره د کښتۍ د زیات وزن او د کښتیو د ناسم حالت له امله رامنځته کېږي. 

ماهرین وايي، دا کښتۍ اکثره پرته د ژغورنې له جاکټونو چلېږي.