ټیکنالوژيخبرونهنړۍ

ګوګل ته ۴۲۵ میلیونه ډالرو د جریمې ورکړې امر شوی

کابل ټیلیګراف د وږي ۱۳مه ۱۴۰۴ لمریز کال

د امریکا متحده ایالاتو فدرالي قضایي هيئت ګوګل ته د کاروونکو شخصي معلوماتو د غیرقانوني ترلاسه کولو په تور ګوګل د ۴۲۵  میلیونه ډالرو د جریمه کولو امر کړی.

د بهرنیو خبري اژانسونو په حواله، ګوګل پر غیرقانوني توګه د کاروونکو شخصي معلوماتو په تر لاسه کولو تورن شوی دي او له همدې امله د امریکا د متحده ایالاتو فدرالي قضایي هيئت دغه شرکت ته په یاده کچه د جریمې ورکړې امر شوی دی.

د یادونې وړده، چې د ګوګل پر وړاندې د ۲۰۲۰ کال په جولای میاشت کې قضیه ثبت شوې وه.

په دې قضیه کې په ګوګل تور لګول شوی و، چې د کاروونکو د اپلیکیشن فعالیتونو په پټه څارنه او د خصوصي تنظیماتو سره سره یې د خلکو معلومات را ټول کړي.