خبرونهنړۍ

د امریکا خبرداری: که فلسطین د دولت په توګه ومنل شي، ستونزې به زیاتې شي

کابل ټیلیګراف د وږي ۱۴مه ۱۴۰۴ لمریز کال

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو په فرانسې او نورو هغه هېوادونو نیوکه وکړه چې د فلسطیني دولت د منلو په لور روان دي.

نوموړي زیاته کړې، امریکا ټولو هېوادونو ته ویلي دي چې د فلسطین د دولت په توګه د منلو خبرې ناسمې او غیر واقعیتي دي.

هغه وویل: د فلسطین د دولت په توګه منل به لویې ستونزې رامنځته او غبرګونونه به له ځآن سره ولري.

دغه امریکایي چارواکي وویل: دا کار به په غزه کې د اوربند ترلاسه کول نور هم سخت کړي او په غزه کې روان عملیات به نور هم زیات شي.

د یادونې وړده، چې د بریتانیا او فرانسې په ګډون ډېرو اروپایي هېوادونو په روانه میاشت کې د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې د فلسطین په رسمیت پېژندلو د اعلان خبر ورکړی.