خبرونهنړۍ

د اسرائیلو بمبارۍ؛ غزه کې ۷۰ نور فلسطینیان وژل شوي

کابل ټیلیګراف د وږبي ۱۴مه ۱۴۰۴ لمریز کال

په غزه باندې د اسرائیلي پوځ بمباري دوام لري او په تازه بریدونو کې اویا نور فلسطینیان شهیدان شوي دي.

د الجزیرې تلویزیون د خبر له مخې؛ د پنجشنبې په ورځ اسرائیلو د غزې په مرکزي نصیرات کډوالو کمپ باندې بمباري وکړه، چې په دې کې  د ۳ ماشومانو په ګډون ۷ فلسطینیان شهیدان شول.

د دغه را پورو له مخې؛ په جنوبي رفح کې هم اسرائیلي پوځ په هغو خلکو ډزې وکړې چې د مرستو په انتظار وو او د مرستو د مرکز په شاوخوا کې موجود وو.

په دې برید کې ۷ کسان شهیدان او ډېر نور ټپیان شوي.

د الجزیرې په وینا، د پنجشنبې د ورځې راهیسې په غزه کې د اسرائیلي پوځ په ځمکنیو او هوايي بریدونو کې ټولټال ۷۵ فلسطینیان شهیدان شوي دي.

د یادونې وړده، چې اسرائیلو په تېرو ۳ ورځو کې ۲۵۰ څخه زیات فلسطینیان شهیدان کړي دي.