افغانستانخبرونه

څو شېبې وړاندې یوځل بیا زورورې زلزلې ختیځ ولایتونه ولړزول

کابل ټیلیګراف د وږي ۱۴مه ۱۴۰۴ لمریز کال

څو شېبې وړاندې ۹ بجې او ۵۸ دقیقې د شپې یوې شدیدې زلزلې ختیځ ولایتونه بیا ولړزول.

تر اوسه د زیان په اړه معلومات نشته.تر دې وړاندې په په یوه شپه او ورځ کې ۴ ځلې ختیځو ولایتونو کې زلزله شوې ده.

په دوامداره دول داسې مهال ختیځ ولایتونه زلزلې لړزوي، چې په کونړ کې لاهم تر خاورو لاندې د مړو د ایستلو عملیات روان دي.

دغه راز په زرګونه کسان په کونړ او ننګرهار کې د زلزلې له وېرې تر شنه آسمان لاندې شپې ورځې سباکوي.

په کونړ کې د زلزلې ارقام لا وروستي شوي نه دي، خو تر پرون پنجشنې پورې چارواکو تر ۲۲۰۵ د زیاتو مړو او د شاوخوا ۴ زره کسانو د ټپيانو خبر منلی دی.