افغانستانخبرونهلوبې

افغان ملي لوبدلې د اماراتو لوبډلې ته په ۴ منډو ماتې ورکړه

کابل ټیلیګراف د وږي ۱۴مه ۱۴۰۴ لمریز کال

د افغانستان ، پاکستان او متحده عربي اماراتو ترمنځ په درې اړخه سریز کې افغانستان په خپله څلورمه لوبه کې متحده عرب امارات په ۴ منډو مات کړ.

افغانستان لومړی توپ وهنه وکړه او د ۴ لوبغاړو په زیان یې اماراتو ته د ۱۷۱ منډو هدف وټاکه.

رحمن الله ګربز ۴۰ او ابراهیم ځدراڼ ۴۸ تر نورو ډېرې منډې وکړې.

اماراتو لوبډلې که څه هم لوبه تر حساسو شېبو ورسوله خو بیا هم د لوبې په ګټلو بریالۍ نشوه او لوبه کې په ۴ منډو ماته وخوړه.

لوبډله کې د تېر سره په توپیر ډېر بدلون راغلی وو.

د راشدخان پر ځای ابراهیم ځدراڼ لوبډلمشر او د دې ترڅنګ په نننۍ لوبه کې ګلبدین نائب، عبدالله احمدزی، مجیب ځدراڼ، اسحق رحیمي، کریم جنت او فرید ملک ولوبیدل.

پای لوبه به د افغانستان او پاکستان ترمنځ د را روانې یکشنبې په ورځ ترسره شي.

تر دې وړاندې د افغانستان او پاکستان ترمنځ دوه لوبې شوي، چې یوه یې پاکستان او دوهمه یې افغان ملي لوبډلې ګټلې ده.