افغانستانخبرونه

اوچا؛ د افغانستان زلزله ځپلو لپاره لس میلیونه ډالر ځانګړي کړل

کابل ټیلیګراف د وږي ۱۵مه ۱۴۰۴ لمریز کال

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر OCHA)) لس میلیونه ډالر ختیځ کې د وېجاړوونکي زلزله ځپلو د مرستې لپاره ځانګړي کړي.

دا خونړۍ زلزله د تېرې یکشنبې په شپه وشوه چې د کونړ، لغمان، ننګرهار، نورستان او پنجشېر ولایتونه یې اغېزمن کړل.

دغې زلزلې په کونړ کې تر ټولو ډېر تلفات او ورانۍ رامنځته کړې.

د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت د پنجشنبې په ورځ وویل، یوازې په کونړ ولایت کې د مړو شمېر ۲۲۰۵ تنو ته رسېدلی او ۳۶۴۰ نور ټپیان دي.

د ژغورنې عملیات لا هم روان دي، خو تر دې وړاندې کونړ کې د طالبانو مرستیال والي له بي بي سي سره مرکه کې ویلي، چې د مړو د ایستلو او ټپيانو د لېږد بهیر بشپړ شوی دی.

په یوه خبري غونډه کې د ملګرو ملتونو ویاند سټیفن دوجاریک د ملګرو ملتونو د بیړنیو مرستو د همغږي کوونکي ټام فلېچر له قوله وویل له زلزلې څو ساعته وروسته OCHA له ګډو صندوقونو لس میلیونه ډالر د مرستو د پیل لپاره ځانګړي کړل.

بله خوا، د بنګله‌دېش بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی، چې د افغانستان زلزله‌ځپلو لپاره د دې هېواد د بشردوستانه مرستو جوپه کابل ته رسېدلې.

دغه وزارت ویلي، چې بنګله‌دېش د افغانستان د خلکو ترڅنګ ولاړ دی.