
کابل ټیلیګراف د وږي ۱۵مه ۱۴۰۴ لمریز کال
د طالبانو مشر هیبتالله اخوندزاده یو قانون توشیح کړ چې د افغانستان د حاکم هیئت پورې اړوند شرکتونو سره د حکومتی ادارو او وزارتونو ترمنځ د قراردادونو لاسلیک کول منع کوي.
دا قانون، چې نن (شنبې، د وږي ۱۵مه) د طالبانو د عدلیې وزارت له لوري اعلان شو، په ۴ فصلونو او ۴۰ مادو کې ترتیب شوی او پر باکیفیته موادو اخیستلو، مناسب قیمت او د باور وړ شرکتونو ته لومړیتوب ورکولو ټینګار کوي.
د دې قانون اعلان شوی هدف د حکومتی قراردادونو کې روڼتیا زیاتول او د فساد مخنیوی دی.
دا لومړی ځل نه دی، چې د طالبانو مشر بېلا بېل قوانین اعلانوي.
تر دې وړاندې هم د امرباالمعروف، اصلاحاتو او ګڼ نورو برخو کې د هغه اعلان شوي قوانین خپله د طالب مشرانو لخوا د سرغړونو سره مخ شوي دي.