افغانستانخبرونه

موږ د افغانستان پر خاوره تجاوز نه دی کړی

کابل ټیلیګراف د وږي ۱۵مه ۱۴۰۴ لمریز کال

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند شفقت علي خان د ننګرهار او د افغانستان د نورو ولایتونو پر ضد د بریدونو راپورونه رد کړل او ټینګار یې وکړ چې د دې هېواد امنیتي عملیات په سرحدي سیمو کې د دقیقو معلوماتو پر بنسټ او د پاکستان د خلکو د خوندیتوب لپاره ترسره کېږي، نه د افغانستان پر خاوره د تجاوز په موخه.

 هغه زیاته کړه چې پاکستان د افغانستان حاکمیت ته درناوی لري او تل یې د ترهګرۍ د ګډ ګواښ، په ځانګړې توګه د «فتنې خوارج» ډلې پر وړاندې، خبرو اترو او همکارۍ ته لومړیتوب ورکړی دی. 

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند دا هم وویل چې د دواړو هېوادونو ترمنځ په بېلابېلو کچو دیپلوماتیکې اړیکې تل موجودې دي او د سیمه‌ییزې سولې او ثبات لپاره همکاري روانه ده. 

دا څرګندونې په داسې حال کې دي چې د روان کال د وږي په ۵مه د پاکستان پوځ پر ننګرهار او خوست بې‌پیلوټه بریدونه وکړل، چې له امله یې طالبانو په کابل کې د پاکستان سفیر احضار کړ.