
کابل ټیلیګراف د وږي ۱۵مه ۱۴۰۴ لمریز کال
د «ټایم اینډ ډیټ» ویبپاڼې له مخې، چې د دې پېښې دقیق وخت د هر هېواد په محلي وخت خپروي، په افغانستان کې دا میاشتنی خسوف به سبا ماښام ۷:۵۸ بجو پیل او بشپړ قوس به یې د شپې ۱۰:۴۱ بجو پوري وي.
د دغه معلوماتو له مخې؛ په دې موده کې میاشت به د نږدې یو ساعت او ۲۲ دقیقو لپاره په بشپړه توګه د ځمکې په سیوري کې وي او رنګ به یې سور شي.
د ناسا د کارپوهانو په وینا، دا رنګ بدلون د لمر د رڼا د ځمکې له اتموسفیر څخه د تېرېدو پایله ده؛ چیرې چې نیلي وړانګې خپرېږي او یوازې سورې وړانګې د میاشتې سطحې ته رسېږي.