افغانستانخبرونه

د ملا یعقوب وروستۍ څرګندونې د طعنې او کنایې تکرار دی

کابل ټیلیګراف د وږي ۱۵مه ۱۴۰۴ لمریز کال

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، د طالبانو د دفاع وزیر ملا یعقوب د څرګندونو، چې د پاکستاني ځواکونو د کمزورۍ او د وسله‌والو پر وړاندې د مبارزې د ناکامۍ ادعا کوي، نشي کولای په افغانستان کې د وسله‌والو خوندي ځالې پټې کړي.

دغه وزارت لیکلي چې د ملا یعقوب وروستۍ څرګندونې د «طعنې او کنایې» تکرار دی. 

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د ویاند دفتر په یوه اعلامیه کې زیاته کړې چې طالبان نشي کولای د پاکستان د دولت پر ضد وسله‌والو د شتون موضوع په داسې څرګندونو پټه کړي. 

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت یو ځل بیا ټینګار کړی چې «د ترهګرو خوندي ځالې، په ځانګړې توګه د پاکستاني طالبانو تحریک » یوه جدي ستونزه ده. 

په اعلامیه کې راغلي چې په افغانستان کې د وسله‌والو شتون لا هم یوه مهمه موضوع ده چې د دواړو هېوادونو اړیکې یې خرابې کړې او د تعامل د زیاتوالي «اصلي خنډ» دی.

خو طالبانو په پرلپسې ډول ویلي، چې پاکستان کې نا امنۍ کې دوی لاس نلري او دغه هېواد دې د خپلو کمزورو امنیتي تدابیرو پړه پر افغان طالبانو نه اچوي.