خبرونهنړۍ

په کانګو کې د «ابولا» ویروسي ناروغۍ خپرېدو له امله ۱۵ کسان مړه شوي

کابل ټیلیګراف د وږي ۱۵مه ۱۴۰۴ لمریز کال

د کانګو دیموکراتیک جمهوریت د روغتیا وزارت اعلان کړی چې په دې هېواد کې د «ابولا» ویروس په وروستي خپرېدو کې د ۴ روغتیایي کارکوونکو په ګډون لږ تر لږه ۱۵ کسان مړه شوي دي.

دا وزارت وايي چې لومړنۍ پېښه په یوې ۳۴ کلنې امیندوارې ښځې کې وپېژندل شو چې روغتون ته د لېږد وروسته، د تودوخې او شدید استفراغ د نښو له امله، د څو غړو د ناکامۍ په پایله کې څو ساعته وروسته مړه شوه.

تر اوسه په دې هېواد کې ۲۸ شکمنې پېښې ثبت شوي دي.

په ورته وخت کې د روغتیا نړیوال سازمان خبرداری ورکړی چې د ناروغانو د زیاتېدو احتمال شته او د غبرګون ډلې د محلي ډلو په همغږۍ سره د احتمالي ناروغانو د پېژندلو او درملنې په حال کې دي.

د کانګو روغتیايي چارواکو د مخنیوي تدابیرو لکه د لاسونو پرله‌پسې مینځلو او ټولنیز واټن ساتلو پر رعایت ټینګار کړی دی.

د ۲۰۱۸ څخه تر ۲۰۲۰ کلونو پورې په کانګو کې د ابولا ویروس د خپرېدو له امله له دوه زره زیات کسان مړه شوي وو.