
کابل ټیلیګراف د وږي ۱۵مه ۱۴۰۴ لمریز کال
د امریکا ولسمشر د اروپايي اتحادیې جریمه ناعادلانه بللې او وايي که پر ګوګل جریمه بیرته لیرې نه شي، نو د غبرګون لپاره به مجبور شي او هغه څېړنې به پیل کړي چې د نتیجې په توګه پر اروپا نورې تعرفې لګول کېدای شي.
ټرمپ ویلي، موږ به د امریکايي شرکتونو شاندار او بېمثاله اختراعات، د اروپايي جرمانو لاندې ړنګ کېدو ته پرې نږدو او که دا بهیر دوام وکړي، نو د مجبوریت له مخې؛ به د ۳۰۱ برخې لاندې اقدام وکړم ترڅو دا ناعادلانه جرمانې باطله شي.
د امریکا ولسمشر تور لګولی چې اروپايي اتحادیې د هغو اقداماتو له لارې سرمایې او د کار فرصتونه ګټي چې باید په امریکا کې ولګول شي.
د یادونې وړده، چې اروپايي اتحادیې د شخصي معلوماتو د خپریدو له امله پر ګوګل ۳.۵ میلیارده ډالرو جریمه لګولې ده.