خبرونهعجایبنړۍ

ټرمپ د اجرایي فرمانونو په صادرولو کې ریکارډ جوړ کړ

کابل ټیلیګراف د وږي ۱۵مه ۱۴۰۴ لمریز کال

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اجرایي فرمانونو په صادرولو کې نوی ریکارډ جوړ کړی دی.

د هغه د لومړۍ دورې (۲۰۱۷-۲۰۲۱) او دویمې دورې (د ۲۰۲۵ د پیل راهیسې تر ۱۹۸ ورځو) په جریان کې، ټرمپ ټولټال ۴۱۸ اجرایي فرمانونه صادر کړي، چې دا شمېره د پخوانیو ولسمشرانو جو بایدن (۱۳۱ فرمانونه) او باراک اوباما (۲۷۶ فرمانونه) په پرتله خورا لوړه ده. 

د سي‌ان‌ان د راپور له مخې، ټرمپ په خپلې دویمې دورې کې د بایدن د پالیسیو د لغوه کولو لپاره، لکه د اقلیمي بدلون او کډوالو په اړه، په پراخه کچه د دې وسیلې کار اخیستی دی.

په دغه را پور کې د بېلګې په توګه یادونه شوې، چې هغه د ۲۰۲۵ کال د جنوري په ۲۰مه په یوه ورځ ۲۵ فرمانونه لاسلیک کړل، چې دا د یوه ولسمشر لپاره په یوه ورځ کې تر ټولو زیات فرمانونه دي. 

منتقدین وايي چې دا پراخه کارونه د کانګرس له قانوني پروسې څخه د تېښتې هڅه ده، خو د ټرمپ پلویان یې د «امریکا لومړی» سیاست د پلي کولو لپاره ستايي.