خبرونهنړۍ

غزه کې ۴۹۱ فلسطینیانو ته مرګ ژوبله اوښتې

کابل ټیلیګراف د وږي ۱۵مه ۱۴۰۴ لمریز کال

د راپورونو له مخې؛ په غزه د تېرو ۲۴ ساعتونو پر مهال د اسرائیلو بریدونو کې ۶۹ فلسطینیان وژل شوي او ۴۲۲ نور ټپیان شوي دي.

اسرائیلو پرون د غزې په مشتاحه ټاور برید وکړ او ادعا یې کړې، چې دغه دا ودانۍ د فلسطین د مقاومت ډلې حماس پورې اړوند ده.

د غزې د روغتیا وزارت له مخې، د اسرائیلي بریدونو کې هره ورځ ۲۸ فلسطیني ماشومان شهیدان کېږي.

په غزه کې تر اوسه شهید شوي کسانو کې ۳۰ سلنه فلسطیني ماشومان دي. 

بل خوا، اسرائیلي پوځ په اشغالي لوېدیځه غاړه کې په یو فلسطیني کس ډزې وکړې او شهید کړی. 

د روغتیا وزارت وايي چې د وژل شوي کس نوم احمد شهاده دی، چې عمر یې ۵۷ کلونه دی او جسد یې هم دغه ډلې له ځان سره وړی دی.