خبرونهعجایب

د اسټرالیا، سډني ښارکې نهنګ پر یوې مېرمنې برید کړی

کابل ټیلیګراف د وږي ۱۵مه ۱۴۰۴ لمریز کال

د اسټرالیا په سډني ښار کې د سمندر پر غاړه یوه مشکوک لوی نهنګ  یوه مېرمن وژلې ده.

د راپورونو له مخې، دې مېرمنې د سډني ساحل کې د سرفبورډ لوبه کوله چې د یوه لوی نهنګ له لوري پرې برید شوی دی.

د پولیسو او ژغورونکو په وینا، پېښه نن شنبه، اګسټ شپږمه رامنځته شوې او د یاد ښار د اوسېدونکو اندېښنې یې راپارولې دي.

دا پېښه د سډني په ساحلي تاریخ کې د نهنګانو دویم مرګونی برید بلل کېږي.

مخکې له دې ۲۰۲۲ کې د بریتانیا یو ۳۵کلن ښوونکی هم د یوه نهنګ له‌خوا وژل شوی و چې دا پېښه ۱۹۶۳کال راهیسې په سډني کې لومړنۍ پېښه ګڼل کېږي.

پولیسو او ژغورونکو د ساحلونو د امنیت لپاره بیړني تدابیر نیولي او خلکو ته یې خبرداری ورکړی چې تر بلې خبرتیا ساحلي سیمو ته له ورتګ ډډه وکړي.

د چارواکو په وینا، د پېښې کره جزییات لا تراوسه روښانه نه دي.