
کابل ټیلیګراف د وږي ۱۶مه ۱۴۰۴ لمریز کال
د طالبانو ترانسپورت او هوایي چلند وزارت د هواپېژندنې ادارې نن یکشنبه په ۷ ولایتونو کې د تالندې برېښنا، تېز باران او سېلابونو د راوتلو خبرداری ورکړی دی.
د دې ادارې په خبرپاڼه کې نورستان، کونړ، ننګرهار، لغمان، خوست، پکتیا او پکتیکا ولایتونو کې د تېز باران، تالنده برېښنا او سېلابونو راوتلو اټکل شوی.
د خبرپاڼې له مخې د یادو ولایتونو په بېلابېلو سیمو کې به د باران کچه له ۱۰ – ۲۵ ملي مترو وي.
د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت همداراز د هېواد په مرکزي او لوېدیځو ولایتونو کې د تېزو بادونو، خاورو او دوړو پېښېدو وړاندوېینه هم کړې سرعت به یې په یو ساعت کې له ۵۰ – ۷۰ کیلو مترو پورې وي.
د طالبانو د هواپېژندنې ادارې دا خبرداری داسې مهال ورکړی چې له تېرو څو اوونیو راهیسې د هېواد په ختيځو ولایتونو کې د طبیعي پېښو له امله زرګونه کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د ویلو چې تېره اوونۍ هم په ننګرهار کې راوتلو سېلابونو لسګونه کورونه ویجاړ کړي وو.