
کابل ټیلیګراف – ۱۶ وږی ۱۴۰۴ لمریز کال
د پیر ګیلاني خیلو کورنۍ د افغانستان د تصوف د قادریه سلسلې مهمه څانګه ده، چې هم یې د روحاني نفوذ خاوندان پاتې شوي او هم یې د سیاست په ډګر کې رول لوبولی دی، د پیرتوب له مقام څخه ځینې وخت مشروع ديني، خو ځینې وخت غیرمشروع او سیاسي استفادې شوې دي. د طالبانو وروستی اقدام ښيي چې د تصوف له نوم څخه د ناوړه کارونې موضوع اوس هم په افغانستان کې د بحث وړ ده.
د ګیلاني کورنۍ د تصوف سلسله
د ګیلاني کورنۍ د شجرې ریښه د عبدالقادر جیلاني (مشهور ولي الله او د قادریه طریقت بنسټګر) سره نښلول کېږي.
د ګیلاني کورنۍ د افغانستان په ختیځ (ننګرهار) کې مېشت ده، خو د نفوذ حلقه یې ټول افغانستان ته غځېدلې ده.
د هغوی د طریقت سلسله په عام ډول د قادریه تصوف اړوند ګڼل کېږي، چې په افغانستان کې یې ډېر مریدان لري.
د کورنۍ تاریخي رول
د دوی نیکونو د روحاني مشرۍ ترڅنګ د دیني مدرسو او خانقاهو له لارې د خلکو روزنه کوله او په ۲۰مه پېړۍ کې د دوی کورنۍ د سیاسي نفوذ څښتنه شوه.
سید احمد ګیلاني د جهاد پر مهال د “محاذ ملي اسلامي افغانستان” رهبر و، چې د کابل په سیاسي معادلو کې مهم رول درلود.
د پیرتوب ځایګی
د ګیلاني کورنۍ خانقاهوې په کابل، ننګرهار، لغمان او نورو ولایتونو کې شته، خلک هغوی ته د روحاني لارښود په سترګه کتل او ګڼ شمېر افغانان د دې کورنۍ د ذکر، وردونو او مریدۍ پیروان وو.
د هغوی دودیز مراسم د ذکري حلقو، د حضرت عبدالقادر جیلاني د میلاد محفلونو، او د خانقاوي دودونو پر محور راڅرخي.
سیاسي نفوذ
سید احمد ګیلاني وروسته د افغانستان د سولې عالي شورا مشر و. کورنۍ ځینې غړي د سیاست په ډګر کې فعال پاتې شوي، لکه سید حامد ګیلاني او نور. د ګیلاني کورنۍ له پاکستان او نورو هېوادونو سره هم اړیکې لرلې، ځکه په جهاد کې د هغوی ډلې ځانګړی ملاتړ درلود.
په کابل کې د سیدابراهیم ګیلاني نیول کېدل
د طالبانو د امر بالمعروف، نهي عنالمنکر او شکایتونو اورېدو تېره ورځ وویل چې د تصوف له نومه د ناوړې استفادې او د غیرشرعي کړنو ترسره کولو په تور یوه ډله ونیول شوه.
د یاد وزارت ویاند سیفالاسلام خیبر پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې نیول شوې ډلې به غیرشرعي کړنې، بدعتونه او خرافات د تصوف او مذهب تر نومونو لاندې ترسره کول.
هغه د له جزئیاتو له ورکولو پرته لیکلي چې دغه ډله نیول شوې ده.
خو یوې باوري سرچینی کابل ټیلیګراف ته وویل چې نیول شوی کس سید ابراهیم ګیلانی دی چې د ګیلاني کورنۍ پوري اړه لري او په کابل ښار کې نیول شوی دی.
د خیبر په خبره چې د امر بالمعروف، نهي عنالمنکر او شکایتونو اورېدو وزارت په ټولنه کې د منکراتو مخنیوی، د معروفاتو اقامه او له ناوړه افکارو او باطلو عقایدو د خلکو د پاک ساتلو دنده پر غاړه لري.
نوموړي زیاته کړې، هر مومن مسلمان مکلف دی چې ځان او ټولنه له هغو کړنو او اعمالو وساتي چې د شریعت او د حنفي فقهې له اصولو سره په ټکر کې وي.
خیبر لیکلي چې افغانستان یو اسلامي هېواد دی، ټول وګړي یې مسلمانان او د حنفي مذهب پیروان دي، هيڅ چا ته به اجازه ورنه کړل شي چې د مذهب او تصوف له نامه څخه په ناوړه ګټې اخیستنې داسې کړنې ترسره کړي چې شریعت او قانون اجازه نه ورکوي.
د ټولنیز او مذهبي اغېز تحلیل
د ګیلاني پیرانو کورنۍ د افغانستان په دیني-سیاسي تاریخ کې ځانګړی ځای لري، د تصوف خانقاهي دود د خلکو د عقیدې او باور برخه ده، خو په همدې نوم ځینې کسان د عوامو له ساده ګۍ ناوړه استفاده کوي.
د طالبانو د نظر له مخې دا ډول “بدعات” د اسلامي امارت له تګلارو سره مخالفت لري، ځکه هغوی ځانونه د خالص دین مدافعین ګڼي.