افغانستانخبرونه

ختيځ کې د زلزلې له کبله له ۱۱ زره زياتې اميندواره مېرمنې اغېزمنې شوې

کابل ټیلیګراف د وږي ۱۶مه ۱۴۰۴ لمریز کال

د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق وايي د افغانستان په ختيځ کې د مرګونې زلزلې له کبله له ۱۱ زره زیاتې ميندواره ښځې اغېزمنې شوې دي.

يادې ادارې ويلي، له دغو مېرمنو سره د مرستې لپاره یې کونړ، ننګرهار، لغمان او نورستان ولايتونو ته روغتيايي ډلې استولې دي.

د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق وايي، لرې پرتو سيمو ته د خرابو لارو سربېره څلور ګرځنده ډلې او امبولاسونه لېږل شوي او د دې تر څنګ روغتيايی مرکزونو ته د زېږون اړوند او نور خوندي توکي هم ورکړل شوي دي.

افغانستان په اسيا کې يو له هغو هېوادونو دی چې د زېږون له کبله د ميندو د مړینې کچه په کې زياته ده.

په دې زلزله کې د ښځو تر څنګ ماشومان هم سخت اغېزمن شوي دي.

ملګري ملتونه وايي د افغانستان په ختيځ کې شاوخوا ۲۸۰ ماشومان بې سرپرسته پاتې شوي او له څه باندې ۲۶۰ زره نور اغېزمن شوي دي.

د تېرې اوونۍ مرګونې زلزلې له کبله یوازې په کونړ ولایت کې له ۲۲۰۰ زيات کسان مړه او زرګونه نور ټپيان شول.

لاهم په دې زلزله کې د اوښتې مرګ ژوبلې وروستي ارقام نه دي شریک شوي.