
کابل ټیلیګراف د وږي ۱۶مه ۱۴۰۴ لمریز کال
کابل کې د ايران سفارت وايي د افغانستان په ختيځ کې یې له زلزله ځپلو سره د مرستو بله جوپه کابل ته رسېدلې ده.
د ايران سفارت پر اېکس پاڼه ليکلي، چې له زلزله ځپلو سره یې مرستې په درېیو پړاوونو کې په ترتيب سره شوي.
دغو پړاوونو کې ۸۰، ۵۰ او ۶۷ ټنه مرستې چې روغتيايي توکي، خواړه، خېمې او کمپلې په کې شاملې دي کابل ته لېږل شوي دي.
ختیځ کونړ، ننګرهار او لغمان کې د تېرې اوونۍ مرګونې زلزلې له کبله یوازې په کونړ کې له ۲۲۰۰ زيات کسان مړه او تر ۳۵۰۰ زیات نور ټپيان شوي وو.
په دغه زلزله کې په ځينو سیمو کې بشپړ کلي تر خاورو لاندې شوي دي.