
کابل ټیلیګراف د وږي ۱۶مه ۱۴۰۴ لمریز کال
د طالبانو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت وايي چې د بادغیس په مقر، سنګ اتش او بوم درې ولسوالیو کې شاوخوا ۱۷۶ هکټاره ځمکه د پستې بڼ ته ځانګړې شوې ده.
یاد وزارت ویلي، چې له وروستیو وچکالیو او اقلیم بدلون سره سره بیا هم د پستې محصول د تولید کچې لوړېدو هڅې شوې او تازه په ۱۷۶ هکټاره ځمکه نوی بڼ جوړېږي.
د مسوولینو په وینا چې د روان کال تر پایه به هلته د پستې نور بڼونه هم ورغول شي.
د رسنیو د راپورونو له مخې چې په ۱۴۰۱ کال راهیسې په یاد ولایت کې د پستې زرګونه هکټاره بڼونه رغول شوي دي.
د بادغیس پسته د یاد ولایت د بزګرانو د عاید له مهمو سرچینو ګڼل کېږي او نړیوال شهرت لري، خو وروستیو وچکالیو او اقلیمي بدلون پر دې محصول منفي اغېز کړی دی.