
کابل ټیلیګراف د وږي ۱۶مه ۱۴۰۴ لمریز کال
نن او سبا د هېواد د سیندیزو حوزو په ځينې سیمو کې د اوبو د کچې د لوړېدا او د سېلابونو راوتلو اټکل شوی.
د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزارت په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي چې، د اقلیمي بدلون منفي اغېزو، د هېواد د هوا پېژندنې ریاست او د هوا پېژندنې نړیوالو معتبرو ارګانونو د وړاندوینو له مخې؛ د هېواد په ځينو برخو کې د ناڅاپي اورښتونو او سېلابونو د راوتلو اټکل شوی دی.
د دوی د څرګندونو له مخې؛ د وږي پر شپاړلسمه او اووهلسمه د سېلابونو د راوتلو احتمال په ځانګړي توګه د (کابل، خوست، پکتیا، لوګر، ننګرهار، کونر او نورستان) په ځینې سېلبرونو کې شتون لري.
اړوند ادارو له ټولو هغو هېوادوالو څخه، چې د اړوند سیندونو په غاړو کې استوګن خلک دې له هر راز تګ او راتګ څخه ډډه وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې نن یکشنبه هم په ۷ ولایتونو کې د بارانونو او سېلابونو د راوتلو اټکل شوی دی.