
کابل ټیلیګراف د وږي ۱۶مه ۱۴۰۴ لمریز کال
د پاکستان د پنجاب ایالت د طبیعي پېښو پر وړاندي د مبارزې ملي اداره وايي، د دغه ایالت په ملتان سیمه کې د ژغورونکې ډلې هغه پنځه کسان وژل شوي چې، غوښتل یې نور کسان وژغوري.
یادي ادارې نن یک شنبه په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې، د ژغورونکو کسانو یاده عمله په سیند کې د کښتۍ ډوبېدو پر مهال مړه شوي او د یادي پېښې د رامنځته کېدلو لامل د اوبو د څپې تېزوالی یاد شوی دی.
دا ژغورونکي کسان داسې مهال مړه شوي چې، په دې وروستیو کې د پاکستان په بېلابېلو سیمو کې مرګوني سېلابونه راوتلي.
دغو سېلابونو تر دوه میلیونه زیات کسان د کورونو پرېښودلو ته اړ کړي او شاوخوا ۴ زره۱۰۰ کلي یې زیانمن کړي دي.
دغو سېلابونو سلګونه کسان هم مړه کړې دي چې ماشومان او مېرمنې هم په کې شاملې دي.
پرون شنبه د امریکا متحده ایالتونو هم د پاکستان سېلاب ځپلو ته مرسته ورلېږلې وه، خو ځايي خلک وایي، سېلابونو له خلکو هرڅه اخیستي او خلک له سخت بد وضعیت سره مخ دي.