خبرونهنړۍ

نتنیاهو د غزې د لودیځې غاړې د الحاق پرېکړه بیرته اخیستې

کابل ټیلیګراف د وږي ۱۶مه ۱۴۰۴ لمریز کال

اسرائیلي رسنۍ وایي، د متحده عربي اماراتو له خبرداري وروسته د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتن یاهو اړ شو، چې د کابینې له غونډې څخه د لویدیځې غاړې د الحاق موضوع بیرته واخلي.

د اسرائیلي رسنیو په وینا، لومړي وزیر بنیامین نتن یاهو د راتلونکې پنجشنبې په ورځ د نوموړي د کابینې د غونډې له اجنډا څخه د لویدیځې غاړې د الحاق موضوع لرې کړه. 

د دغه رسنیو د معلوماتو له مخې؛ د نتنياهو د حکومت غونډه په اصل کې د لویدیځې غاړې پر  لویې برخې پر اسرائیلي حاکمیت د بحث لپاره ټاکل شوې وه، خو اجنډا بدله شوه او پر فلسطیني سیمو کې د خرابېدونکي امنیتي وضعیت پر موضوع متمرکزه شوه. 

اسرائیلي چارواکو ویلي، چې متحده عربي اماراتو پر نتنياهو ټینګار وکړ چې د لویدیځې غاړې د لویو برخو د ضم کولو پلان پرېږدي او خبرداری یې ورکړ چې الحاق به په ۲۰۲۰ کال کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د عادي کولو تړون ته زیان ورسوي. 

د یادونې وړده،چې تېرو ورځو کې د اسرائیلو د مالیې وزیر د اشغال شوې لویدیځې غاړې د ۵ برخو څخه ۴ برخې د یو ځای کولو وړاندیز کړی و. 

وروسته متحده عرب اماراتو اسرائیل ته خبرداری ورکړی و چې د لویدیځې غاړې هر ډول الحاق به د دوی لپاره سره کرښه وي.