
کابل ټیلیګراف د وږي ۱۶مه ۱۴۰۴ لمریز کال
په غزه د اسرائیلو د نسل وژنې لړۍ په دوام په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۶۲ فلسطینیان وژل شوي دي.
د را پورونو له مخې؛ پرون د اسرائیلي پوځ له لوري په غزه کې یوه استوګنیزه ودانۍ په نښه شوه چې په کې لسګونه فلسطیني کورنۍ اوسېدلې.
سربېره پر دې، اسرائیلي پوځ په غزه کې د مرستو په لټه کې خلک هم په نښه کړل.
د الجزیرې په وینا، په غزه کې د اسرائیلي بریدونو په پایله کې لږ تر لږه ۶۲ فلسطینیان شهیدان شول، چې په دوی کې ۱۶ د مرستو په لټه کې انتظار کسان هم شامل دي.
بل لور ته، د حماس د وسله والې ډلې القسام ډلې د غزې په جنوبي ښار خان یونس کې د اسرائیلي سرتېرو او پوځي وسایطو غونډې په هاوان مرمیو وویشتلې.
د یادونې وړده، چې د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر د جګړې له پیل راهیسې تر اوسه په غزه کې لږ تر لږه ۶۴,۳۶۸ کسان شهیدان شوي او ۱۶۲,۳۶۷ نور ټپیان دي.
د غزې د حکومت د معلوماتو له مخې، د ۲۰۲۳ کال له اکتوبر راهیسې تر اوسه لږ تر لږه ۲۰,۰۰۰ ماشومان شهیدان شوي، چې په دوی کې ۱,۰۰۰ تنه داسې ماشومان دي چې عمر یې له یو کال کم و او نږدې نیمایي یې هغه ماشومان دي چې د اوسنۍ جګړې پر مهال زېږېدلي او د اسرائیلي پوځیانو له لوري وژل شوي دي.