خبرونهنړۍ

د نایجیریا په شمال ختیځ کې د وسله والو په برید کې ۶۰ تنه وژل شوي

کابل ټیلیګراف د وږي ۱۶مه ۱۴۰۴ لمریز کال

د نایجیریا په شمال ختیځ ایالت بورنو کې د یوې سخت دریځې ډلې په برید کې له ۶۰ زیات کسان ووژل شول، چې په دوی کې ۷ پوځي سرتېري هم شامل دي. 

د بهرنیو خبري اژانسونو په وینا، دا برید د بورنو ایالت په سرحدي سیمه دارل جمال کلي کې وشو. 

بریتانیوي رسنیو د ځايي خلکو په حواله وویل، په موټرسایکلونو سپاره برید کوونکي کلي ته ننوتل او بیا یې په کورونو کې دننه په بې توپیره ډزې پیل کړې، او څو کورونه یې اورونه واچول. 

د راپورونو په وینا، د سختدریځې ډلې په بریدونو کې له ۲۰ زیات کورونه او ۱۰ بسونه هم ویجاړ شوي. 

راپورونه وايي، دا هغه کلی دی چې خلک یې تېره میاشت له کلونو بې کوره کېدو وروسته بېرته خپلو کورونو ته ستانه شوي وو. 

د نایجیریا پوځ وايي، په وروستیو میاشتو کې یې د ترهګرۍ ضد عملیات تېز کړي ترڅو د بوکوحرام او نورو ډلو بریدونه ودروي.