
کابل ټیلیګراف د وږي ۱۶مه ۱۴۰۴ لمریز کال
د را پورونو له مخې؛ په سره سمندرګي کې د انټرنیټ څو کیبلونه پرې شوي، چې له امله یې په ګڼ شمېر هېوادونو کې د انټرنیټي خدمتونو د پرې کېدو ویره رامنځته شوې ده.
د مایکروسافټ اداري ویلي، د انټرنېټ کېبلونو د پرې کېدو له امله د ګڼو هېوادونو انټرنېټ خدماتو ته زیان رسېدای شي.
مایکروسافټ وايي، د سمندر د انټرنېټ کېبلونو د پرې کېدو پېښې پلټنې کوي.
ویل کیږي، د سعودي عربستان د جدې په شاوخوا کې سمندري کېبل پرې شوی، چې له امله یې د پاکستان او ګڼ نورو هېوادونو په ځینو سیمو کې انټرنېټ کمزوری او یا هم قطع شوی دی.