
کابل ټیلیګراف د وږي ۱۶مه ۱۴۰۴ لمریز کال
د پاکستان د پنجاب ایالات په وهلي سیمه کې د کبډي لوبې پر مهال د ماکهاجټ جهانیان په نوم یو لوبغاړی د زړه د حملې له امله د سیالۍ پر مهال مړ شوی دی.
د دغه هېواد د کبډي لوبې فدراسیون مشر شافع حسین د یادې پېښې پخلی کړی او ویلي، چې د خپل سیال سره د لوبې پر مهال ماکهاجټ باندې ناڅآپي د زړه حمله راغلې او مخکې تر دې چې روغتون ته ورسول شوي، په هماغه ځآی کې یې ساه ورکړه.
تر دې وړاندې هم د نړۍ په ګڼ شمېر هېوادونو کې لوبغاړي د سیالیو پر مهال د زړه د حملې له امله مړه شوي دي.