
کابل ټیلیګراف د وږي ۱۶مه ۱۴۰۴ لمریز کال
د تخار ولایت د خواجه بهاوالدین ولسوالۍ کې د پراخې اورلګېدنې له امله ۵۰ دوکانونه، چې د لرګیو دوه سرایونه هم پکې شامل دي، په بشپړه توګه سوځېدلي دي.
د سیمې اوسېدونکو د یکشنبې په ورځ (۱۶ وږي) ویلي، په دې ولسوالۍ کې د اور وژنې مرکز نشتوالی او د سړکونو خراب حالت د دې لامل شو چې د تالقان ښار د اور وژنې ډلې ناوخته د پېښې ځای ته ورسېږي، چې له امله یې اور زیات خپور شو او زیان یې لا پراخ کړ.
د طالبانو د تخار د امنیې قوماندانۍ د مطبوعاتو او عامه اړیکو امر نظامالدین عمر وویل، د شپې شاوخوا ۲:۳۰ بجې، د خواجه بهاوالدین ولسوالۍ په مرکز کې د غنمو په بازار او یوه د لرګیو په سرای کې د بې احتیاطۍ له امله اور لګېدلی دی.
د چارواکو په وینا، د خواجه بهاوالدین او ینګي قلعې ولسوالیو د امنیې قوماندانۍ او ځايي خلکو په همکارۍ اور مړ شوی دی.
عمر زیاته کړه چې په دې اورلګېدنه کې د دوکانونو یو شمېر برخې سوځېدلې او د دوکانونو خاوندانو ته له ۴ میلیونو افغانیو څخه زیات مالي زیان اوښتی دی.
د یادو ولسوالیو اوسېدونکو له طالبانو څخه غوښتنه کړې چې په دې سیمه کې د اور وژنې یو مجهز مرکز جوړ کړي.