
کابل ټیلیګراف د وږي ۱۶مه ۱۴۰۴ لمریز کال
افغان کرکټ ملي لوبډله د روان ۲۰۲۵ کال په نومبر میاشت کې د پاکستان په کوربه توب د افغانستان، پاکستان او سریلانکا ملي لوبډلو ترمنځ د شل اوریزو نړیوالو سیالیو په درې اړخیزه لوبلړۍ کې لوبېږي.
د افغانستان کرکټ بورډ نن(یکشنبه، د وږي ۱۶مه) دا خبر ورکړی دی.
کرکټ بورډ ویلي، چې دغه درېاړخیزه لوبلړۍ د نومبر میاشتې په ۱۷مه په راولپنډۍ کرکټ لوبغالي کې پیل او د همدې میاشتې تر ۲۹مې به دوام وکړي.
د یادو سیالیو لومړۍ لوبه به د نومبر میاشتې په ۱۷مه نېه د راولپنډۍ په کرکټ لوبغالي کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ ترسره شي.
باید وویل شي چې نن یکشنبه د وږي ۱۶مه د افغانستان، متحده عربي امارات او پاکستان ترمنځ د درېاړخیزو سیالیو وروستۍ لوبه ترسره کېږي.
د یادلو ده چې افغانستان به په راتلونکي اکټوبر میاشت کې د افغانستان په کوربه توب د بنګله دېش لوبډلې پر وړاندې درې نړیوالې شل اوریزې او درې نړیوالې یو ورځنۍ لوبې ترسره کړي.