افغانستاناقتصادخبرونه

هرات کې په ۱۲.۵ میلیونه افغانۍ د اوبو بند جوړېږي

کابل ټیلیګراف د وږي ۱۷مه ۱۴۰۴ لمریز کال

هرات کې د طالبانو سیمه ییز چارواکي وايي چې پرون یکشنبه، وږي ۱۶مه، د ګلران ولسوالۍ په «زیارت بابای فرق» کلي کې د اوبو د یوه بند د جوړولو چارې پیل شوې دي.

دغه ولایت کې د سرې میاشتې د څانګې د دفتر رییس احمدراشد وايي چې دغه پروژه د سره صلیب نړیوالې کمېټې په مالي ملاتړ «د اقلیمي بدلون پر وړاندې هوښیارې کرنې» تر عنوان لاندې پلې کېږي.

راشد زیاته کړه چې د پروژې ټول لګښت ۱۲.۵ میلیونه افغانۍ اټکل شوی دی.

هغه وایي د پروژې کار په دوو پړاوونو کې کېږي او په اوس وخت کې ۳۲ مسلکي او غیرمسلکي کارګرو ته د کار کولو زمینه هم په‌کې برابره شوې ده.

احمدراشد  زیاتوي چې په دویم پړاو کې به د ۲۰۰ تر ۳۰۰ پورې بزګرانو ته د پستې ونې ورکړل شي او د اقتصادي ملاتړ لپاره به پرې نغدي مرستې هم ووېشل شي.