خبرونهسیمه

تلګراف ورځپاڼه: پاکستان اوسمهال د تریاکو اصلي سرچینه ده

کابل ټیلیګراف د وږي ۱۷مه ۱۴۰۴ لمریز کال

ټلګراف ورځپاڼې په خپل یوه راپور کې پاکستان اوسمهال د تریاکو اصلي سرچینه بللې او زیاته کړې ده، چې له امله یې به یې وسله‌والې ډلې میلیونونه ډالر ترلاسه کړای شي.

په راپور کې لیکل شوي چې د تریاکو کښت اوسمهال په پاکستان کې خورا زیات شوی او دا به د سیمې د امنیت لپاره جدي اندېښنې راپورته کړي.

د ټلګراف ورځپاڼې د راپور له مخې پاکستان اوسمهال د تریاکو د کښت په برخه کې له افغانستانه ډېر مخکې شوی دی. 

تر دې مخکې هم یو شمېر بنسټونو پاکستان کې د تریاکو د کرکیلې پر پراخېدو اندېښنه ښودلې وه.

بل لورته په افغانستان کې طالبانو بیا د هر ډول نشه‌‌يي توکو پر کښت، قاچاق او کاروبار کلک بندیز لګولی او د ملګرو ملتونو په ګډون ځینو نړیوالو ادارو هم په دې برخه کې د طالبانو هڅې ستایلي. 

که څه هم په افغانستان کې هره ورځ لسګونه کسان د نشه‌يي توکو د کاروبار په تړاو نیول کېږي، خو طالبان وایي، په دې برخه کې یې مبارزه جدي ده او دوامداره به یې ساتي.

د یادونې وړ ده چې پرون یکشنبه هم طالبانو په بغلان کې په ۵۰ جریبه ځمکه کرل شوي کوکنار له منځه وړل شوي وو.