افغانستانخبرونه

د کابل – کندهار پر لویه لار ترافیکي پېښې شپږ کسان وژلي

کابل ټیلیګراف د وږي ۱۷مه ۱۴۰۴ لمریز کال

د کابل – کندهار پر لویه لار د غزني ولایت اړوند د «۵۸۰» او «پاسو» موټرو د ټکر له امله شپږ کسان مړه او یو ټپي شوی دی.

غزني کې د طالبانو د والي ویاند، عزت الله سعیدي رسنیو ته ویلي، چې دا پېښه نن د روضې کوتل سیمه کې شوې ده.

سعیدي دا هم ویلي چې په قربانیانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

د یادونې وړده چې پرون یکشنبه هم د غزني په «واغظ» او «آب بند» ولسوالیو کې د دوو ترافیکي پېښو له امله یو کس مړ او څلور نور ټپیان و. 

دغه راز د کابل – کندهار په لاره څه موده وړاندې هم د دوو خونړیو ترافیکي پېښو له امله سلګونه هېوادوالو ژوند بایللی و.

په دې وروستیو کې په هېواد کې ترافیکي پېښې په بې‌سارې توګه زیاتې شوې چې ستر لاملونه یې د چلوونکو بې‌احتیاطي، خراب سړکونه، ګړندی تګ او د ترافیکي اصولو نه‌مراعت یادېږي.