خبرونهنړۍ

اسټرالیا کې یوه میرمن خواښې او خسر ته د زهرجنو خوړو د ورکړې له امله په ۳۳ کاله بند محکومه شوه

کابل ټیلیګراف د وږي ۱۷مه ۱۴۰۴ لمریز کال

د اسټرالیا یوې محکمې هغه میرمن په ۳۳ کاله بند محکوم کړه، چې د زهرجن مرخېړي یا مېشرومو خوړو په ورکړې سره د خپل خواښې او خسر په وژلو تورنه وه.

په ۲۰۲۳ کال کې پر استرالیایۍ ښځې ایرن پیټرسن تور لګېدلی و چې د خپل پخواني خاوند درې خپلوان یې د زهرجنو مېشرومو په خوړولو وژلي دي. 

محکمې دغه ۵۰ کلنې میرمنې ته د عمر قید سزا واوروله، چې لږ تر لږه ۳۳ کاله به وي، او یوازې د دې سزا له پوره کولو وروسته به هغه د خوشې کېدو غوښتنه وکړای شي. 

د «مشروم مرډر» په نوم مشهورې دې قضيې په نړیواله کچه پاملرنه را ګرځولې وه.