افغانستانخبرونه

هندي رسنۍ: طالبان له هند سره د اړیکو پراختیا غواړي

کابل ټیلیګراف د وږي ۱۷مه ۱۴۰۴ لمریز کال

یوې هندي رسنۍ په یوه راپور کې ویلي، طالبان د هند سره د لوړې کچې تعاملاتو د جوړولو ملاتړ کړی دی.

دې رسنۍ د قطر لپاره د طالبانو د سفیر سهیل شاهین له قوله ویلي، دواړه هېوادونه اړتیا لري خپلې اړیکې لوړې او پیاوړې کړي.

 راپور د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له خوا د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي پر سفر د وروستي بندیز په اړه ویلي، چې امکان لري هند له دې شورا وغواړي د متقي پر سفر بندیز لیرې کړي.

تر دې وړاندې د ملګرو ملتونو امنیت شورا لخوا هند او پاکستان ته د متقي پلان شوی سفرونه د بندیزونو له امله لغوه کړل.