
کابل ټیلیګراف د وږي ۱۷مه ۱۴۰۴ لمریز کال
سرچینو خبر ورکړی، چې د پخواني افغان ځواک ۵۷ چورلکې چې له ازبکستان څخه بېرته افغانستان ته لیږل کیږي او طالبانو ته به وسپارل شي.
د دغه سرچینو په وینا، ټاکل شوې دغه الوتکې په راتلوونکې څو ورځو کې په رسمي ډول طالبانو ته وسپارل شي.
دغه چورلکې چې ۲۰۲۱م کال کې د جمهوریت د سقوط پر مهال پیلوټانو ازبکستان او تاجکستان ته ولیږدولې، په کې Mi-17 UH-60 چورلکې او همدارنګه PC-12، C-208، AC-208 او A-29 الوتکې شاملې دي.
د امریکا د دفاع وزارت مخکې ویلي وو چې ۴۶ الوتکې ازبکستان ته او ۱۸ نورې تاجکستان ته لېږدول شوې دي.
تر اوسه طالبانو او یا هم ازبکستان په رسمي ډول د دغه خبر په اړه څه ندي ویلي.