
کابل ټیلیګراف د وږي ۱۷مه ۱۴۰۴ لمریز کال
د طالبانو د حکومت ټولګټو وزارت وايي چې په تېره اوونۍ کې د وږي له ۷مې تر ۱۳مې، (۹۹،۹۲۷) میټریک ټنه توکي د ریل پټلۍ له لارې لیږدول شوي دي.
دغه وزارت نن (دوشنبه) په یوه خبرپاڼه کې وویل چې په دې موده کې، (۶۹،۵۱۶) ټنه توکي د حیرتان بندر له لارې، (۵،۸۰۶) ټنه توکي د اقینه بندر له لارې، (۱۱،۴۲۹) ټنه توکي د تورغونډۍ بندر له لارې او (۱۳،۱۷۶) ټنه توکي د خواف هرات بندر له لارې لیږدول شوي دي.
خبرپآڼه زیاتوي، چې په ټولیزه توګه (۹۹،۹۲۷) میټریک ټنه، چې تېل، غیر تېل او نور توکي پکې شامل دي، صادر او وارد شوي دي.
د دغه وزارت په وینا، په تېره اونۍ کې، (۵۳۳) ټنه سوداګریز توکي صادر شوي، چې ډېری یې وچې میوې او نرم مشروبات وو.
اقتصادي کارپوهان وایي، څنګه چې د ریل پټلۍ له لارې د صادراتو او وارداتو کچه لوړیږي، د کار ډېر فرصتونه به رامنځته شي، ملي عواید به زیات شي، او د اقتصادي ثبات، پراختیا او ځان بسیاینې لپاره به لاره هواره شي.
د طالبانو د حکومت د ټولګټو وزارت ټینګار کړی چې هڅه کوي د لیږد لپاره مناسب شرایط او سوداګرو ته ډېرې اسانتیاوې برابرې کړي، او د ریل پټلۍ له لارې د سوداګریزو ملکیتونو د لیږد پروسه دوامداره او ګړندۍ کړي ترڅو ملي عواید زیات شي.