افغانستانځانګړي برخهراپورونه

اروپايي ټولنې له افغانستان سره د ښځو د ستونزو حل لپاره ۱۴ ميليونه نوره مرسته اعلان کړه

کابل ټیلیګراف د وږي ۱۷مه ۱۴۰۴ لمریز کال

د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام وایي چې اروپایي ټولنې ورسره د افغانستان لپاره د ۱۴ ميليونه يورو نوې مرستې هوکړه وکړه چې په افغانستان کې به د کډوالو، ښځو او بې وزله خلکو د ملاتړ او نشه يي توکو سره د مبارزې په برخه کې مصرف شي.

یاد سازمان وايي چې د اروپايي ټولنې له لوري د دغې مرستې هوکړه لاسلیک شوه او ډېر ژر به مرستې په عملي توګه د پلې کېدو لپاره د ملګرو ملتونو اړوندو ادارو ته وسپارل شي.

مرستې کومې ادارې خلکو ته رسوي؟

د ملګرو ملتونو د پرمختيایي پروګرام  (UNDP)وايي چې دا نوې مرسته به د افغانستان د ټولنې د انعطاف پروګرام (ACRP) پراخ کړي، چې د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام (UNDP)، ​​د خوړو او کرنې سازمان (FAO)، او د مهاجرت نړیوال سازمان (IOM) لخوا پلي کیږي. د مخدره توکو او جرمونو په اړه د ملګرو ملتونو دفتر (UNODC) به هم اوس له دې پروګرام سره یوځای شي.

برسېره پردې، د ملګرو ملتونو د ښځو سره د اروپايي ټولنې ملګرتیا به نوره هم پیاوړې شي.

تر دې وړاندې هم اروپايي ټولنې له ملګرو ملتونو سره د لا نورو ۶ میلیونه یورو ژمنې کړې وې چې، د ACRP لپاره د اروپايي ټولنې ټول ملاتړ اوس ۲۱ میلیونه یورو ته رسېږي. دا لویه پانګونه په داسې وخت کې راځي چې د بهرني مرستو کچه کمه شوې او افغانستان له څو اړخیزو کړکېچونو سره مخ دی، چې پکې د وچکالۍ او سېلابونو زیاتوالی، د ۲۰۲۵ کال د اګست ۳۱ مه نېټه سخت زلزله، او د ایران او پاکستان څخه د ۱.۷ میلیونو څخه د ډېرو افغانانو بېرته راتګ (چې ډېری یې په زور ایستل شوي) شامل دي.

د اروپايي ټولنې هيله مندي

د دغې هوکړې د لاسلیک پرمهال د اروپايي ټولنې د چارو موقتي مشره ویرونیکا بوسکوویچ پوهار ویلي، له دغو مرستو موخه په افغانستان کې د ښځو ملاتړ، راستنېدونکو کډوالو سره بېړنۍ مرستې او د نشه يي توکو پر ضد مبارزده ده.

هغې زیاته کړې: ((د اروپايي ټولنې دا اضافي مرسته په داسې مهم وخت کې راځي چې افغان ټولنې د اقلیمي خطرونو او د طبیعي سرچینو د سخت کمېدو سره لاس او ګرېوان دي. د اقلیم بدلون د نن او سبا د نسلونو د بې‌ځایه کېدو یو له خورا مهمو لاملونو څخه دی. اروپايي ټولنه د دوحه پروسې له لارې په افغانستان کې د نشه‌يي توکو پر وړاندې هڅې هم ملاتړ کوي، او په عین وخت کې بزګرانو سره مرسته کوي چې په بریالیتوب سره بدیلو معیشتي لارو ته واوړي.))

دا پروګرام په ۲۰۲۴ کال کې د UNDP، FAO، او IOM لخوا په ګډه پیل شو، څو د اقلیم پر وړاندې د ټولنو زغم لوړ کړي او په هغو کلیوالو سیمو کې د بدیلو پایدارو معیشتونو ملاتړ وکړي چې د کوکنارو د کرکېلې لوړې کچې لرونکي ولایات (هلمند او کندهار) دي. دا نوې مرسته د پروګرام د درېیم کال لپاره د غځولو زمینه برابروي، فعالیتونه به د بادغیس ولایت ته پراخېږي، او د UNODC په مشرۍ د کوکنارو د سروې ملاتړ هم په کې کېږي.

په دغه غونډه کې د UNDP استازي سټیفن رودریکز د ملګرو ملتونو د ادارو په استازیتوب له اروپايي ټولنې مننه کړې چې په داسې حساس وخت کې یې د افغانانو د ملاتړ لپاره مرسته وکړه.

هغه ويلي: ((د اروپايي ټولنې مرسته یوازې مالي پانګونه نه ده؛ دا د همبستګۍ او شریکوالي پیاوړې پیغام دی. دا زموږ د ګډ ژمنې یو بل مثال دی چې له افغان ټولنو سره ولاړ یو څو د زغم کچه لوړه کړو، پر ناقانونه اقتصادونو تکیه راکمه کړو او د اقلیم بدلون واقعیتونو ته ځان عیار کړو.))

د افغان مېرمنو او نجونو ملاتړ

نوې مرسته چې ۱۴ میلیونه یورو ارزښت لري، د اروپايي ټولنې ټولیزه ژمنتیا ۲۳ میلیونه یورو ته لوړوي (د درې نیمو کلونو لپاره). دا مرسته به د ښځو او نجونو د خوندیتوب او د ژوند ژغورونکو خدمتونو د برابرولو لپاره ولګول شي.

له مارچ ۲۰۲۳ راپدیخوا، UN Women د افغانستان په کچه د ښځو د مدني ټولنو بنسټونو کې پانګونه کوي، څو دوی وتوانېږي مهم خدمات وړاندې کړي.

په دغو خدمتونو کې خوندیتوب، رواني ـ ټولنیز ملاتړ، او د عاید فرصتونه، چې ډېری وخت د ښځو د ټولنې پر بنسټ ځانګړو مرکزونو له لارې ترسره کېږي. سربېره پر دې، UN Women په فعاله توګه له نارینه‌وو او هلکانو سره کار کوي څو د ښځو د نوښتونو ګډ ملاتړ یقیني کړي.

د افغانستان لپاره د UN Women ځانګړې استازې، سوزان فیرګوسن، د اروپايي ټولنې له نوې پانګونې هرکلی وکړ او ویې ویل: ((د ښځو د مدني ټولنو سازمانونه ډېری وخت د افغان ښځو او نجونو لپاره یوازینۍ مرستندویه سرچینه پاتې کېږي څو هغوی ته په خوندي او اصولي ډول اړین خدمتونه ورسوي. له همدې امله تر بل هر وخت مهمه ده چې موږ په دوی پانګونه وکړو او د دوی مرکزونه پرانیستي وساتو.))