
کابل ټیلیګراف د وږي ۱۷مه ۱۴۰۴ لمریز کال
مسوولین وایي، د بدخشان په درایم ولسوالۍ کې د خونړۍ ترافیکي پېښې له امله ۱۱ کسان مړه شوي چې ۷ پکې د یوې کورنۍ غړي دي.
یاد ولایت کې د طالبانو امنیې قوماندانۍ په خبرپاڼه کې ویلي دا پېښه د درایم ولسوالۍ په زرک سیمه کې د یو موټر د چپهکېدو له امله پرون ناوخته رامنځته شوې.
په قربانیانو کې یوه ښځه او درې ماشومان هم شامل دي.
دا پېښه داسې مهال کېږي چې په همدې ورځ سهار په غزني کې د دوو موټرو د ټکر له امله شپږ کسانو ژوند بایللی وو چې ټول د یوې کورنۍغړي وو.
دغه راز په همدې ورځ د کابل – جلال اباد پر لویه لار د ترافیکي پېښې له امله ۵ تنو ته مرګ ژوبله واوښته او څو ورځې وړاندې د کابل – کندهار په لاره د دوو خونړیو ترافیکي پېښو له امله سلګونه هېوادوالو ژوند بایللی و.
له تېرو څلورو کلونو راهیسې په هېواد کې ترافیکي پېښې په بېسارې توګه زیاتې شوې چې ستر لاملونه یې د چلوونکو بېاحتیاطي، خراب سړکونه، ګړندی تګ او د ترافیکي اصولو نهمراعاتول بلل کېږي.