
کابل ټیلیګراف د وږي ۱۸مه ۱۴۰۴ لمریز کال
د اسیايي جام کرکټ شل اوریزه سیاليو په لومړۍ لوبه کې نن افغانستان د هانګ کانګ پر وړاندې د سیالۍ ډګر ته کښته کېږي.
افغان لوبډله د اسیا جام سیالیو پر دوام B ګروپ کې له هانګ کانګ، بنګلادېش او سریلانکا لوبډلو سره لوبې لري.
په همدې لوبو کې هند، پاکستان، متحده عربي امارات او عمان لوبډلې په A ګروپ کې لوبېږي.
د یادونې وړ ده، چې دا لوبې به د افغانستان پر وخت ماښام اووه بجې پیل شي.