افغانستانخبرونه

کابل ته د روغتيا نړيوال سازمان د مرستو تازه جوپه را ورسېده

کابل ټیلیګراف د وږي ۱۸مه ۱۴۰۴ لمریز کال

د روغتيا نړيوال سازمان وايي، د ختیځ ولایتونو له زلزله ځپلو سره یې د ژوند ژغورونکو روغتیايي مرستو نوې جوپه کابل ته رسېدلې ده.

ياد سازمان وايي دغه مرسته ۳۵ ټنه ده چې په کې درمل، له خوارځواکۍ او روغتيايي ستونزو سره مخ ماشومانو لپاره کڅوړې، د غیر ساري ناروغيو لپاره کڅوړې، د بېړني روغتیايي غبرګون ګډې کڅوړې، د ټپونو او جراحۍ لپاره د کڅوړو تر څنګ يو شمېر نور اړین روغتیايي توکي شامل دي.

افغانستان کې د یاد سازمان مرستيالې مشرې ډاکترې موکتا شرما ويلي، چې دا مرسته د زلزلې له کبله زيانمنو خلکو ته د روغتيايي خدمتونو رسولو لپاره یو مهم ګام دی.

نوموړې زیاته کړې چې دوی هڅه کوي دا مرسته ژر او په اغېزناکه توګه اړمنو خلکو ته ورسوي.

ختیځ کې د طالب چارواکو د وروستیو شمېرو له مخې په کونړ، ننګرهار او لغمان ولايتونو کې یوازې په کونړ ولایت کې د وروستۍ مرګونې زلزلې له امله ۲۲۰۵ تنه مړه شوي او له ۳۶۴۰ زيات ټپيان دي.

دغه راز زرګونه کورونه ويجاړ شوي او لسګونه زره کسان اغېزمن شوي دي.

تر اوسه هم په کونړ ولایت کې د زلزلې له امله د اوښتې مرګ ژوبلې وروستي ارقام له رسنیو سره نه دي شریک شوي او ځایي خلک وایي د لټون عملیات دوام لري.